Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

ملي امنیت: د هلمند په ګرشک کې د دولت ١٩ مخالف وسله وال وژل شوي

0
د ملي امنيت عمومي رياست د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د دولت ١٩ مخالفو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.


دغه رياست نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه عمليات د قاطع ملاتړ د ماموريت په همکارۍ د مولوي اسد په شبکې پورې اړوند د باري ګل پر قرارګاوو شوي دي.


په اعلاميه کې مولوي اسد په ګرشک ولسوالۍ کې د طالبانو د ماينونو او موټربمونو جوړولو مسؤل بلل شوى دى.


د ١٩ وسله والو د وژل کېدو تر څنګ چې په اعلاميه کې ترورېستان بلل شوي، د وسله والو د ٢ قرارګاوو د تخريب او د يوه اندازې وسلې د نيول کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса