Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

چارواکي: په تخار کې د نامسؤلو وسله والو په نښته کې ۹ تنه وژل شوي

0
د تخار ولايت په رستاق ولسوالۍ کې د غير مسؤلو وسله والو ډلو په خپلمنځي جګړه کې ٩ غير مسؤل وسله وال وژل شوي دي.


د روستاق ولسوال عبدالغفور لودين نن ازادي راډيو ته وويل، دغه جګړه تېر مازيګر شوې ده.


ده وویل:


"د غير مسؤلو وسله والو کسانو ترمنځ نښته شوې چې په نتيجه کې يې ٩ تنه وژل شوي او ٦ نور ټپيان شوي دي."


ولسوال وايي، سيمې ته د دولتي ځواکونو تر ورتګ وروسته وضعيت کنټرول شوى دى.


ويل شوي چې دوه کسان د قضيې په تړاو نيول شوي او ورڅخه تحقيقات روان دي.


تر دې مخکې د روستاق ولسوالۍ اوسېدونکو د غير مسؤلو وسله والو د غير قانوني فعاليت له زياتېدو شکايتونه کړي وو.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса