Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

افغان پولیسو په کندهار کې درې غلچکي بریدکوونکي ووژل

0
افغان پولیسو تېره شپه د کندهار ښار په بېلابېلو حوزو کې درې غلچکي بریدکوونکي ووژل.


د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راديو ته وويل:


"لومړی دوه تنه بريدکوونکي د کندهار په لسمه امنیتي حوزه کې د پوليسو پر ګزمې برید وکړ، خو د پولیسو د مقاومت په نتیجه کې یو برید کوونکی ووژل شو او دوهم وتښتېد، خو دوهم بریدګر بيا په دولسمې امنیتي حوزې کې د امنیتي ځواکونو له‌خوا محاصره او وویشتل شو. درېیمه پېښه په لومړی امنیتي حوزې کې وشوه."


ښاغلي بارکزي وویل، درېیم بريدکوونکي هم داسې مهال ووژل شو چې د پوليسو پر تلاشۍ یې د بريد هڅه وکړه.


د پوليس ویاند وویل، په‌دغو بریدونو کې پولیسو ته زیان نه‌دی رسېدلی.


د طالبانو ویاند قاري يوسف احمدي بيا وژل شوي کسان طالبان نه، بلکې ملکيان بللي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса