Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

د هرات سوداګرو ته د بانکونو له لارې د ډالرو نه ویشل ستونزې زیږولي

0
د هرات سوداګرو ته د بانکونو له لارې د ډالرو نه ویشل ګڼې ستونزې رامنځ ته کړې دي.


د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر سعد خطیبي نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه اقدام له تېرو څو میاشتو د ډالرو د قاچاق د مخنیوي په هدف ترسره کېږي.


دی وايي:


"څو میاشتې کېږي چې دا ستونزه موجوده ده دلیل دا ښودل کېږي د ډالرو پیسې له افغانستانه بهر انتقالیږي او دا سوداګرو ته ګڼې ستونزې پیدا کړي دي."


نوموړي وویل، د سوداګرو تر ډېره راکړې ورکړه په ډالرو دي، خو کله چې بانکونو ته ورځي له زر ډالرو ډېر نه‌شي اخېستلی.


دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان بانک ایران ته د ډالرو د قاچاق له اندېښنو وروسته په هرات کې یې ویشلو باندې بندیز ولګاوه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса