Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اوکراین په اړه د روسیې غوښتنه رد کړه

0
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په اوکراین کې د ژبې اړوند نوي قانون د تصویب په اړه د یوې غونډې د جوړېدو لپاره د روسیې غوښتنه رد کړه.


د دې غونډې د جوړېدو لپاره د امنیت شورا د ټولو ۱۵ غړو له ډلې د نهو موافقه په کار وه، خو مسکو یوازې د ۴ هېوادونو موافقه ترلاسه کړه.


متحد ایالاتو او د امنیت شورا پنځو نورو غړو- فرانسې، جرمني، برتانیا، بلجیم او پولنډ د روسیې وړاندیز ته مخالفې او اندونیزیا، ساحل عاج، کویټ او پیرو ممتنع رایې ورکړې.


د هغه قانون په اساس چې د اوکراین پارلمان په اپریل میاشت کې تصوب کړ په اوکرایني ژبه راډیويي او ټلوېزیوني پروګرامونه زیاتېږي او ټول وګړي مکلف دي چې په اوکرایني ژبه خبرې وکړي.


همدا راز د نوي قانون له مخې اوکرایني ژبه د دولتي مامورینو لپاره جبري ده او سرغړونکي به د جریمې له خطر سره مخامخ وي.


دا قانون روسي ژبې ته چې په اوکراین کې هم ډېر خلک خبرې پرې کوي یوازې په شخصي محاورو کې اجازه ورکول کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса