Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

جوکو ویدودو بیا د اندونیزیا د ولسمشر په توګه انتخاب شو

0
جوکو ویدودو «Joko Widodo» نن یو ځل بیا د اندونیزیا د ولسمشر په توګه انتخاب شو.


د اندونیزیا د انتخاباتو کمېسیون اعلان وکړ چې ښاغلی ویدودو په سلو کې د ۵۵،۵ رایو په ګټلو سره د دې انتخاباتو ګټونکی دی.


په اندونیزیا کې چې د ټول نفوس شمېر یې ۲۶۰ میلیونه ته رسېږي او د نړۍ تر ټولو زیات مسلمان وګړي لري د ولسمشرۍ انتخابات د اپریل په ۱۷مه ترسره شول او تمه کېده چې نتایج یې د اپریل په ۲۱مه اعلان شي، خو د نتایجو پر وړاندې د اعتراضونو او احتمالي نارامۍ د اندېښنو له وجې تر دې دمه وځنډول شول.


د ویدودو اصلي سیال متقاعد جنرال ۶۷ کلن پرابووو سوبیانتو «Prabowo Subianto» ویلي چې خپله ماتې به ونه مني ځکه دی ادعا کوي چې په انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوي.


هغه د پراخو مظاهرو په اړه هم خبرداری ورکړی.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса