Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

شمالي مقدونیې د يوې لارۍ پر سر ۸ عراقي پناه غوښتونکي موندلي

0
د شمالي مقدونیه چارواکو له صربیا سره پولې ته نېږدې د يوې لارۍ په سر کې اته عراقي پناه غوښتونکي موندلي دي.


دا اته سړي هغه مهال چارواکو ته په‌لاس ورغلي چې د یکشنبې په ورځ یې پر تابانوفڅې پوله څار کاوه.


د شمالي مقدونیه د کورنیو چارو وزارت په وينا دې لارۍ د بلغاریه پلیټ درلود.


پولیسو ويلي چې د لارۍ چلوونکی يې نيولی او پناه غوښتونکي يې یوه کمپ ته انتقال کړي دي.


دغه کسان په غیرقانوني توګه له یونانه شمالي مقدونیه ته ننوتلي او غوښتل يې د صربيا له لارې اروپايي ټولنې هېوادونو ته لاړ شي.


له منځني ختيځ او شمالي اسيايي هېوادونو څخه ګڼ پناه غوښتونکي د بالکان له لارې اروپايي اتحاديې هېوادونو ته د ننوتلو هڅې کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса