Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

رستمي: په ټول هېواد کې د اوبو لګولو ۳۴۴ پروژې پلې کېږي

0
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې په ټول هېواد کې د اوبو لګولو ۳۴۴ پروژې پلې کړي.


د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغه پروګرام په پیل کې په ننګرهار کې د اوبو څلور کانالونه، د کابل په چهار اسیاب ولسوالۍ کې د اوبو رسونې یوه شبکه او په جوزجان کې د اوبو رسونې دوه پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.


ده وویل:


"د هېواد په کچه شبکې او کانالونه جوړېږي چې شل فیصده به د اوبو د ضایع کېدو مخه ونیسي، حاصلات به ورسره ۲۵ فیصده لوړ شي او له دې سره به کاري فرصتونه هم رامنځته کړي."


نوموړی وايي چې تېر کال د کرنې وزارت ۹،۲ میلیارده افغانۍ د اوبو لګولو په پروژو مصرف کړې وې.


د ده په خبره، د کانالونو په جوړېدا سره به د بزګرانو تولیدي ظرفیت او حاصلات هم لوړ شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса