Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

روسیه کې د الکسي ناوالني همکار نیول شوی

0
په روسیه کې د حکومت د سیاسي اپوزېسیون د یوه مشر الکسي ناوالني همکار ویلي چې هغه نیول شوی دی. 


لیوند ولکوف نن د مې په ۲۱مه دا خبر ټویټ کړی دی. 


هغه ویلي چې د مسکو پولیسو بې‌ربطه پوښتنې ورڅخه کړي او نیولی یې دی.


ولکوف ویلي چې پر هغه په مکرر ډول د لاریونونو د قانون د ماتولو تور لګېدلی دی.


په مسکو کې تېر کال په سپټمبر میاشت کې د حکومت د پرېکړې پر ضد چې د تقاعد قانوني عمر یې لوړ کړ، لاریونونه وشول.


پر ولکوف تور لګېدلی چې هغه وخت‌یې عامه نظم ګډوډ کړی او د مظاهرو قانون‌یې تر پښو لاندې کړی دی. 


ولکوف د الکسي ناوالني د اداري فساد سره د مبارزې د ادارې د پروژو مشر دی.


هغه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د روسیې د جمهوري ریاست لپاره د ناوالني د ټاکنیز کمپاین مشري کوله.


ناوالني د جرمي سابقې له امله په انتخاباتو کې له ګډونه منع شو، خو د هغه پلویانو ویلي چې پر ناوالني لګېدلي تورونه یوه دسیسه وه چې له انتخاباتو یې منع کړي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса