Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

د افغانستان په شمالي سیمو کې د داعش په اړه د روسیې اندېښنه

0
د روسیې د فدرالي امنیت د ادارې مشر ویلي چې د افغانستان په شمالي سیمو کې ۵۰۰۰ وسله وال چې له داعش سره تړاو لري، فعال دي. 


الکساندر بورتینکوف د افغانستان د شمالي پولو پر امتداد د داعش د وسله والو د فعالیت له امله اندېښنه څرګنده کړې ده.


بورتینکوف نن د مې په یوویشتمه په تاجکستان کې دا خبرې کړې دي.


هغه ویلي چې د داعش نږدې ۵۰۰۰ زره وسله وال د افغانستان په شمالي ولایتونو کې چې د منځنۍ اسیا له جمهوریتونو سره ګډه پوله لري، فعالیت کوي. 


د اسوشېټېډ پرېس په حواله، د روسیې دې لوړ رتبه امنیتي چارواکي ویلي چې د منځنۍ اسیا جمهوریتونه باید له افغانستان سره پر خپلو سرحدي سیمو امنیت ښه کړي.


روسیه د منځنۍ اسیا په جمهوریتونو کې پوځي اډې هم لري.


دا اول وار نه دی چې روسیه په افغانستان کې د داعش د فعاليت په اړه اندېښنه څرګندوي.


اسوشېټېډ پرېس د یو شمېر څارونکو په حواله لیکلي چې مسکو په افغانستان کې د داعش د وسله والو د شمېر په اړه مبالغه کوي او په دې ډول له طالبانو سره د خپلو اړیکو د توجیه کولو هڅې کوي.


خو روسیه له طالبانو سره د همکارۍ خبر ردوي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса