Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

امریکا: اټکل کېږي چې د سوریې حکومت به نوې کیمیاوي حمله کړې وي

0
د امریکا متحده ایالاتونه وايي، داسې اټکل کېږي چې د سوریې حکومت به یوه نوي کیمیاوي حمله کړې وي.


د متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، په ادلیب کې د کلورین ګازو په واسطه د یکشنبې ورځې دا حمله څېړي.


ادلیب د سوريې د حکومت د مخالفینو وروستۍ اډه ده.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مورګان اورتاګوس ویلي چې: 


" د جمهور رییس بشار اسد حکومت کیمیاوي وسله کاروي او امریکا او متحدین به یې چټک او سم غبرګون ولري."


مورګان په روسیې باندې هم د هغه څه لپاره چې ده د سوریې د رژیم د مخالفینو د ملامتولو لپاره ګمراه کوونکی رسنیز کمپاین وباله انتقاد وکړ.


په سوریه کې د روسیې د پوځ د سولې او پخلاینې د مرکز رییس ویکتور کویچشین پرون وویل د دولت له لوري نیول شوې ملیشو د کیمیاوي وسلو د صحنه سازۍ او د حکومت د ملامتولو د پلان په اړه خبرې کړي.


هغه ادعا وکړ چې مخالفین یوه خاصه څانګه د زهرجنو ګازو د تولید او ساتنې لپاره تاسیس کړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса