Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

خلیلزاد امریکايي سناتورانو ته د خپلو لیدنو په اړه معلومات ورکوي

0
د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد به نن د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د افغان سولې د ټينګښت په هدف د خپلو هڅو په اړه معلومات ورکړي.


د بهرنیو اړیکو کمېټه وايي، د دوی نننۍ ناسته به سري یا د تړلو دروازو تر شا وي.


ښاغلي خلیل‌زاد په شاوخوا اووه میاشتو کې شپږ واره له طالبانو سره د قطر په پلازمینه دوحه کې کتلي دي.


تمه ده چې ښاغل خلیلزاد امریکايي سناتورانو ته د خپلو دغو لیدنو په اړه معلومات ورکړي.


له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او له افغان خاورې د ترورېزم د کار نه اخېستل ډاډ هغه مسایل دي چې خلیل‌زاد او طالبانو پرې بحثونه کړي، خو خلیلزاد ټینګار کوي چې په افغانستان کې د اوربند ټينګښت او بین الافغاني خبرې یې هم د بحثونو اصلي موضوع ګانې دي.


د خلیل‌زاد او طالبانو وروستی دور خبرې د مې په نهمه پای ته ورسېدې.


د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازی ښاغلي خلیلزاد دا خبرې ښې خو ورو یادې کړي.


طالبانو ویلي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې نه کوي او دوی ته له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسله مهمه ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса