Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

امريکا د ويکي ليکس ويبپاڼې په موسس تازه قضيه درج کړې

0
امريکايي چارواکو د ويکي ليکس ويبپاڼې د موسس جوليان اسانژ پر خلاف د جنايي تورونو تازه قضيه درج کړې ده. 


پر اسانژ تور لګول شوى چې د زرګونو پټو اسنادو په خپرولو سره يې د امريکا متحدو ايالتونو ته سخت زيان رسولى دى.


په اتلسو مخونو کې دغه اتهام ليک چې پرون يې جزيات خپاره شول، د جاسوسۍ د قانون پر اساس برابر شوى دى. 


په اتهام ليک کې اسانژ تورن شوى چې د امريکا د پوځي استخباراتو يوې پخوانۍ تحليل کوونکې ته يې لارښوونه کړې چې دغه اسناد ليک کړي. 


پر ويکي ليکس ويبپاڼې د دغو اسنادو خپرېدل د امريکا په تاريخ کې د پټو معلوماتو د خپرېدو تر ټولو لوى مورد دى. 


جوليان اسانژ په اپرېل مياشت کې په بريتانيا کې د ايکوادور له سفارته تر وتلو وروسته دا مهال په بريتانيا کې په توقيف کې دى.


ده څو کاله دغه سفارت ته پناه وړې وه. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса