Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

چارواکي: په ځینو شمالي ولایتونو کې نړیوال ترورېستان فعالیت کوي

0
د هېواد د شمال امنیتي چارواکي تأییدوي چې په یو شمېر شمالي ولایتونو کې د نړیوالو ترورېستي ډلو جنګیالي فعالیت کوي.


د سرپل امنیه قوماندان جیلاني ابوبکر ازادي راډیو ته وویل چې د داعش ډلې جنګیالي په کوهستانات ولسوالۍ کې مرکزونه لري او له همدې ځایه خپلې حملې تنظیموي.


اخوا د سرپل د ولایتي شورا غړي حسین مجاهدزاده ازادي راډیو ته وویل چې د داعش ډلې اکثر جنګیالي بهرنيان دي او په عراق کې د داعش له ماتې وروسته افغانستان ته راغلي دي.


د فاریاب ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند کریم یورش هم ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستاني، ازبکستاني، ایراني او اویغور وګړو په ګډون په دې ولایت کې بهرني جنګیالي بیا د طالبانو په لیکو کې فعالیت کوي.


د شمالي او شمال ختیځو ولایتونو سیمه ییزو چارواکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې تأیید کړې چې پر داعش سربېره د القاعدې او جندالله ډلو هم په فاریاب، سرپل، کندز او بدخشان ولایتونو کې د ځان لپاره پټنځایونه جوړ کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса