Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

سرچینه: د مخابراتو او د اوبو او انرژۍ وزيران له دندو لېرې شوي

0
يوه حکومتي سرچينه وايي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او د اوبو او انرژۍ وزيران له دندو لېرې کړاى شوي دي. 


دغې سرچينې د نوم نه ښوولو په شرط ازادي راډيو ته وويل، د شهزاد ګل اريوبي پر ځاى فهيم هاشمي او د محمد ګل خُلمي پر ځاى ډاکتر شاران ټاکل شوي دي. 


د سرچينې په خبره، دغه دوه نوې څېرې به ولسي جرګې ته د باور د رأيې د اخيستلو لپاره معرفي شي. 


د دغو دوو وزيرانو د لېرې کېدو د علت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. 


خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم پرون په يوه اعلاميه کې ويلي چې ښاغلى عبدالله او د جمهوري رياست نور کانديدان د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د لوړ رتبه چارواکو له ادلون بدلون سره مخالف دي. 


په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې د جمهوري رياست د کانديدانو د فهرست تر خپرېدو وروسته بايد په دې برخه کې د ولسمشر صلاحيتونه محدود کېدلاى.

 


 


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса