Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

چارواکي: په فراه کې د یوې غیر حکومتي ټولنې دوه کارکوونکو وژل شوي

0
د فراه ولایت چارواکي په شېب کوه ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکو په یوه حمله کې د یوې غیر حکومتي ټولنې د دوو کارکوونکو د وژل کېدو خبر ورکوي.


د CHA غیر حکومتي ټولنې مسؤل ملک افغان ازادي راډیو ته وویل، په دې هوايي حمله کې د دې موسسې ساحوي دفتر چې د حفظ الصحې په برخه کې کار کوي، په نښه شوی دی.


د افغان په وینا، د بمبارۍ پرمهال دوه کارکوونکي یوازې په ودانۍ کې وو.


ښاغلی افغان همداراز وايي چې په حمله کې د دې ټولنې ودانۍ هم ویجاړه شوې ده.


د فراه دولتي چارواکو تر دې دمه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو یادونه یې کړې چې دوی به په دې اړه تحقیقات وکړي.


ویل کېږي چې دا حمله د غوڅ ملاتړ د ماموریت له خوا شوې ده، خو د هغوی له خوا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса