Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

د بریتانیا صدراعظمې تریزا مې له دندې د استعفا اعلان وکړ

0
د بریتانیا صدراعظمې تریزا مې اعلان کړی چې د جون په اوومه نېټه د بریتانیا د محافظه کار ګوند له مشرتابه استعفا کوي.


مې نن په لندن کې وویل، د ګوند د نوي مشر تر ټاکنې پورې به د بریتانیا د سرپرستې صدراعظمې په توګه دنده ترسره کړي.


ګومان کېږي چې د بریتانیا د محافظه کار ګوند د نوي مشر ټاکل به څو اوونۍ وخت ونیسي.


تریزا مې له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو سرسخته ملاتړې ده.


نوموړې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو په اړه تر یوې ټولپوښتنې وروسته د راپورته شوې ترینګلتیا په ترڅ کې د بریتانیا د صدارت څوکۍ ته لاره ومونده.


نوموړې د هغه څه له کبله چې له اروپايي ټولنې څخه پر وخت د بریتانیا په ایستلو کې د دې ماتې ګڼل کېږي، د خپل ګوند له خوا تر فشار لاندې وه.


اوس ټاکل شوې ده چې بریتانیا به د اکټوبر په ۳۱مه له اروپايي ټولنې ووځي، خو د بریتانیا پارلمان تر اوسه هم له اروپايي ټولنې څخه د دې هېواد د وتلو شرایط نه دي تصویب کړي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса