Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

د سرپل چارواکي: ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي

0
په سرپل ولايت کې پر امنیتي پوستو د وسله‌والو طالبانو په حملو کې ۲۶ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د سرپل د والي وياند ذبیح‌الله اماني نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وويل، په دغو نښتو کې چې پرون ماخستن پيل شوې، د سرپل پر مرکز له څلورو خواوو هم تهاجمي حملي شوي چې په نتيجه کې يې دواړو لوریو ته تلفات اوښتې دي.


ښاغلي اماني زياته کړه:


"نښتې له ۱۱ بجو پیل شوي او د سهار تر درېيو بجو یې دوام وکړ. د نښتو پر مهال د دښمن ۱۵ کسان وژل شوي او تر شلو زیات یې ټپیان شول. په‌دغو څلورو ځایونو کې زموږ په امنیتي ځواکونو کې هم څلور شهيدان لرو او ۲۲ ټپیان لرو چې د دوو روغتیايي وضعیت ډېر خراب ښودل شوی دی."


خو طالبانو ادعا کړې ده چې پر پنځو امنيتي پوستو يې حملې کړي او دېرشو امنیتي سرتیرو ته يې مرګ‌ژوبله اړولې ده.


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса