Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

په سرپل کې د طالبانو په حملو کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي

0
په سرپل ولايت کې پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو په حملو کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي او دوه ويشت نور ټپیان شوي دي.


د سرپل د والي وياند ذبیح الله اماني نن ازادي راډیو ته وويل، په دغو نښتو کې چې پرون ماسختن پيل شوې، د سرپل پر مرکز له څلورو خواوو هم تهاجمي حملې شوي چې په نتيجه کې يې دواړو لوریو ته تلفات اووښتي دي.


ښاغلي اماني زياته کړه:


"نښتې له یوولسو بجو پیل شوې او د سهار تر درېیو بجو یې دوام وکړ، د نښتو پر مهال د دښمن پنځلس کسان وژل شوي او تر شلو زیات یې ټپیان شول، په دغو څلورو ځایو کې زموږ په امنیتي ځواکونو کې هم څلور شهيدان لرو او ۲۲ ټپیان لرو چې د دوو روغتیايي وضعیت ډېر خراب ښودل شوی دی."


طالبانو دې ډلې ته د اووښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي، خو ادعا يې کړې ده چې پر قشقري امنیتي پوسته يې په حمله کې دېرشو امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса