Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

زرګونه کسانو په پاکستان کې پرون ناوخته د پوځ پر ضد مظاهرې وکړې

0
زرګونه کسانو په پاکستان کې پرون د مې په ۲۷مه تر روژه ماتي وروسته د هغه هېواد د پوځ پر ضد مظاهرې وکړې.


هغوی په وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر سوله ییزه مظاهره د پوځیانو له لوري د حملې او د یو شمېر فعالانو د قتل پر ضد سوله یيز احتجاج کړی و. 


د رپوټونو پر اساس، په شمالي وزیرستان کې د یکشنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلویانو او غړو پر سوله ییز لاریون پوځیانو ډزې وکړې چې څلور تنه په کې ووژل شول او څلوېښت تنه زخمیان شول.


د پاکستان پوځ ویلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د دوو غړو علی وزیر او محسن داوړ په مشرۍ مظاهره چیانو د تلاشۍ په وخت کې پر پوسته حمله کړې وه.


خو پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ويډیوګانو کې ليدل کېږي چې مظاهره چیانو وسلې نه درلودې.


د پاکستان پولیسو علی وزیر چې د هغه هېواد د ملي اسامبلې غړی دی، نیولی دی.


د پښتنو د تحفظ غورځنګ فعالانو او پلویانو بېګا د پوځ پر ضد شعارونه ورکول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса