Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2024

Новости за 24.11.2024

زیلینسکي د اوکراین په دونېڅک کې روان پوځي وضعیت ډېر کړکېچن وباله

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي روسیه هڅه کوي مخکې له دې چې منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کار پیل وکړي کورسک سیمه بېرته له اوکراین څخه ونیسي، خو هغه دا یادونه هم وکړه چې د اوکراین په دونېڅک سیمه کې روان پوځي وضعیت خورا ډېر کړکېچن دی. زیلینسکي پرون په یوه خبري غونډې کې وویل، دی ډاډه دی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین غواړي د ۲۰۲۵م کال جنوري په شلمه د ټرمپ له لوړې مخکې پر اوکراین فشار زیات کړي. اوکراین د سږني کال په اګست میاشت کې د روسې د کورسک سیمې شاوخوا ۱۴۰۰ مربع کیلومتره ساحه ونیوله. دې... Читать дальше...

په کانګو کې د ځمکې ښویېدنې له امله نهه کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې د کانګو په جګړه ځپلي ډیموکراتیک جمهوریت کې تر سختو بارانونو وروسته د ځمکې ښویېدنې له امله د یوې مور او د هغې د اوو ماشومانو په ګډون نهه کسان وژل شوي دي. د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، چارواکو دا هم ویلي چې په نکوبي ښارګوټي کې د دې پېښې له کبله کورونه زیانمن شوي، د سیمه‌ییز کرنیز کوپراتیف یوه وداني ویجاړه شوې او ډېرې کروندې زیانمنې شوي دي. یوه سیمه‌ییز چارواکي توماس باکینګا ویلي، یوه مور او د هغې اووه ماشومان د کور د نړېدو په پېښه کې مړه شول. سخت باران د جمعې... Читать дальше...

داعش په بغلان کې د صوفيانو پر یوه زیارت د وسله‌وال برید مسوولیت ومانه

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې د اسلامي دولت ډلې د خراسان ولایت څانګې پرون شنبه د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د صوفيانو پر یوه زیارت د وسله‌وال برید مسوولیت ومانه. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي وو چې د پنجشنبې په شپه په دغه برید کې ۱۰ تنه وژل شوي دي. د راپورونو له مخې، دغه کسان د ډزو پر مهال په سید پادشاه اغا زیارت کې په عبادت بوخت وو. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما د شنبې په ورځ دغه برید غندلی او پر طالبانو... Читать дальше...

د ملي مقاومت جبهې په کابل او کاپیسا کې د درېیو طالبانو د وژلو ادعا وکړه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو یوې عمده مخالفې ډلې، د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ادعا وکړه چې په کابل او کاپیسا کې یې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. دغې جبهې تېره شپه په یوه خبرپانه کې وویل چې د جمعې ناوخته یې کسانو د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د طالبانو پر ګزمه حمله کړې، د طالبانو یو غړی یې وژلی او دوه نور ژوبل کړي دي. د ملي مقاومت جبهې تر دې مخکې په بله خبرپاڼه کې ادعا کړې وه چې په کابل کې یې ځواکونو په یوه کمین کې دوه طالبان وژلي دي. د خبرپاڼې له مخې، په دې حمله کې چې د جمعې پر ماسپښین شوې، په بالاحصار ساحه کې د طالبانو د استخباراتو غړي په نښه شوي دي.

د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د اړیکو د پراختیا او تفاهم د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وشو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیاو یونګ د شنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو له ځینو چارواکو سره وکتل. د چین دغه چارواکي د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره تر کتنې وروسته د یکشنبې ماښام پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې دوی د افغانستان د بیارغونې لپاره د ښه ګاونډیتوب د اړیکو د پراخولو په هدف د ګډ کار پر دوام خبرې وکړې. تر دې مخکې د طالبانو حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د چین ځانګړي استازي پاکستان ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل او د افغانستان،... Читать дальше...

د افغانستان په سوداګريزو توکو بار لومړنی اورګاډی له چین څخه بلخ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په سوداګریزو مالونو بار لومړنی اورګاډی پرون له چین څخه د قزاقستان او ازبکستان له قلمروونو تر اوښتو وروسته مزارشریف ته ورسېد. د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت پرون پر خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې خبر ورکړ چې په دې اورګاډي کې ټول ۵۵ کانټینرونه بارګیري شوي وو او په ۲۲ ورځو کې افغانستان ته ورسېد. بیان یادونه کوي چې دا اورګاډی به د بېرته ستنېدو پر مهال د افغانستان ځینې صادراتي توکي له ځان سره چین او د لارې پرسر پرتو نورو هېوادونو ته ولېږدوي. په عین حال کې د افغانستان لپاره د چین... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Самсонова одержала победу над Касаткиной на турнире WTA 1000






В парке Москвы неадекватная женщина потушила сигарету о лицо трехлетней девочки

В аэропорту Челябинска задерживают рейсы из-за атаки беспилотников на Москву

Минздрав РФ: при атаке БПЛА в Подмосковье пострадали 18 человек

Сбитый беспилотник повредил кровлю жилого дома в Москве