Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

د ارزګان چارواکي: په چهارچینو ولسوالۍ کې ۳۲ طالبان وژل شوي

0
د ارزګان ولایت په چهارچینو ولسوالۍ باندې وسله‌والو طالبانو تېره شپه ډله ییز برید کړی او افغان سرتېرو یې ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.


د ارزګان امنیه قوماندان محمد خطاب خنجري ازادي راډیو ته تأیید کړه چې طالبانو د یوه هاموې ټانک په واسطه په چهارچینو ولسوالۍ برید کړی.


دی وايي، د افغان سرتیرو د مرګ‌ژوبلې دقیق ارقام نه‌لري، خو ادعا کوي چې ۳۲ طالبان وژل شوي.


اخوا د ارزګان ولایت د ولایتي شورا مرستیال محمد کریم ازادي راډیو ته وویل چې د چهارچینو پر امنیه قوماندانۍ او د ملي اردو په مرکز د طالبانو په ډله‌ییز برید کې ۸ پولیس او ۱۱ د ملي اردو سرتیري وژل شوي او ۶ پولیس ټپيان دي.


د ولایتي شورا د مرستیال په خبره طالبان وروسته له هغه له دې سیمې ووتل چې بهرني هوايي ځواکونه سیمې ته ورسېدل.


طالبانو ادعا کړې چې چهارچینو ولسوالي یې په‌دې برید کې سقوط کړې ده.


د دوی دا ادعا افغان چارواکي ردوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса