Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

حامد کرزی په اختر کې د اوربند هرکلی کوي خو طالبان اوربند ردوي

0
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې د طالبانو له لوري په اختر کې د اوربند هرکلی کوي، خو طالبان وايي چې د اوربند په اړه یې پرېکړه نه‌ده کړې.


حامدکرزي نن په یوه اعلامیه کې چې رسنیو ته یې استولې ده د طالبانو له لوري د اوربند د اعلان هرکلی کړی او دا اقدام ستايلی دی.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې ویلي چې خبر نه‌دي کرزي په کوم اساس دا خبره کړې ده.


مجاهد ویلي چې دوی د اوربند په اړه کومه پرېکړه نه‌ده کړې.


پخواني ولسمشر حامد کرزي او یوه ډله نورو افغان سیاستوالو دوه ورځې مخکې په مسکو کې د طالبانو له استازیو سره لیدلي او د اوربند د ټینګښت او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مسئلې یې بحث کړی.


د مسکو په غونډه کې د طالبانو د سیاسي ډلې یوه غړي د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د اوربند په اړه به د طالبانو مشران پرېکړه وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса