Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

د افغانستان امریکایي پوهنتون د نیویارک ټایمز راپور رد کړی

0
د افغانستان امریکایي پوهنتون په‌دغه پوهنتون کې د میلیونونو ډالرو د ورکېدو په اړه د نیویارک ټایمز راپور رد کړی دی.


دغه پوهنتون نن په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې نیویارک ټایمز د مې په دېرشمه د دوی په اړه غلط راپور خپور کړی د دوی تېر ایستونکی تصویر خلکو ته وړاندې کړی.




د افغانستان امریکايي پوهنتون زیاته کړې چې دوی د امریکا حکومت ته وخت په وخت د خپلو حسابونو راپور وړاندې کوي.


نیویارک ټایمز د مې په دېرشمه په یوه مقاله کې لیکلي چې د افغانستان په امریکايي پوهنتون کې ۶۳ میلیونه ډالره ورک دي.


د راپور له مخې امریکايي پوهنتون هرکال د امریکا له حکومته پیسې ترلاسه کوي او امریکايي پلټونکو ویلي چې نه‌دي توانیدلي د ۶۳ میلیونو ډالرو درک ولګوي.


د افغانستان امریکايي پوهنتون بیا په خپل ننني بیان کې دا هم لیکلي چې دوی دوی هرکال اوه میلیونه ډالره په خپل امنیت باندې لګوي او دا د امریکايي مالیه ورکوونکو پیسې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса