Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

د اسلامي همکاریو سازمان د بیت المقدس په اړه ځينې پرېکړې رد کړې

0
د اسلامي همکاریو سازمان د امریکا د متحده ایالتو او یو شمېر نورو هېوادو دا پرېکړه وغندله چې دوی په اسرائیل کې خپل سفارتونه بیت المقدس ته انتقال کړي دي.


د اووه پنځوسو هېوادو د مشرانو په غونډه کې چې د سعودي عربستان په مکې مکرمې کې پرون وشوه، همداراز د متحده ایالتو پر دې پرېکړې اعتراض وشو چې د سوریې د جولان لوړې سیمې یې د اسرائیل د خاورې په توګه په رسمیت پېژندلې دي.


د جولان لوړې د نولس سوه اووه شپېتم کال د عربو او اسرائیل د شپږ ورځنۍ جګړې پرمهال اسرائیل لاندې کړې.


د همدې جګړې په ترڅ کې اسرائیل د بیت المقدس ختیځ لوری هم ونیو.


د امریکا د متحده ایالتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې بیت المقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژانده او امر یې وکړ چې د امریکا سفارت له تل ابیت څخه بیت المقدس ته انتقال شي.


تر دې پرېکړې وروسته لږ شمېر نورو هېوادو د ګواتیمالا په ګډون ورته اقدام وکړ.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса