Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

خلیلزاد: پاکستان د افغان سولې د بهیر د مخکې تګ لپاره څه کولی شي؟

0
د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وايي، له پاکستاني چارواکو سره یې په‌دې بحثونه کړي چې دا هېواد د افغانستان د سولې د بهیر د مخکې تګ لپاره څه کولی شي؟


ښاغلي خلیل‌زاد د دوشنبې په ورځ غرمه مهال پر خپلو ټویټر ویلي، په اسلام اباد کې یې پاکستاني چارواکو ته د «افغانستان د سولې په خبرو کې» په هغه پرمختګ هم معلومات ورکړي چې تېره میاشت شوی دی.




زلمي خلیل‌زاد تېره میاشت له وسله‌والو طالبانو سره د قطر په مرکز دوحه کې د شپږم ځل لپاره څو ورځني مخامخ مذاکرات وکړل، خو په‌کې د کوم لوی پرمختګ راپور ونه کړل شو.


هغه مهال زلمي خلیل‌زاد ویلي و چې بین‌الافغاني مذاکرات، اوربند، د افغانستان له خاورې پر نورو هېوادنو د ترورېستي بریدونو نه کولو ډاډ او له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل د خبرو د اصلي عناصرو په توګه پاتې کېږي.


زلمي خلیل‌زاد په خپل تازه ټویټ کې ویلي، د افغانستان په سوله کې د پاکستان همکاري د سیمې د ګټو او د امریکا او پاکستان ترمنځ د پیاوړو اړیکو سره مرسته کولی شي.


ټاکل شوې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن استازی به سیمې ته د خپل دې تازه سفر ترڅنګ د سیمې هېوادونو له چارواکو سره په لیدو کتو سربېره د اووم ځل لپاره له طالب استازو سره مخامخ خبرې وکړي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса