Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

ټرمپ بریتانیا ته په ۳ ورځني رسمي سفر لندن ته رسیدلی

0
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بریتانیا ته په درې ورځني رسمي سفر نن لندن ته رسیدلی دی.


ټاکل شوې ده چې ټرمپ او مېرمن میلانیا به دوشنبې د بریتانیا له شاهي کورنۍ سره وګوري او د ملکې الزابیت سره به په بکینګهم ماڼۍ کې غرمنۍ وکړي. نوموړې وروسته په دولتي میلمستیا کې برخه اخلي.


لندن ته په رسېدو ټرمپ پر خپل ټویټر د لندن ښاروال صادق خان «یو پوخ ناکام» وباله.


صادق خان د امریکا د ولسمشر هرکلي ته د سرې غالۍ پر غوړولو انتقاد کړی و.


ټرمپ بریتانیا ته په‌داسې حال کې په رسمي سفر ځي چې بریتانیا کې دننه له اروپايي ټولنې څخه د دې هېواد د وتلو په پلان کې ځنډ او له واکه د صدراعظمې ټرزا مې د لېرې کېدو پریکړې سیاسي کړکېچ رامنځته کړی دی.


د برګزیټ یا له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو پرموضوع د ټرمپ څرګندونو هم د نوموړي پردې سفر سیورۍ کړی دی.


ټرمپ بریتانیا ته له رسېدو مخکې ویلي و، د دې هېواد پخوانی د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن به د مېرمن مې بهترین ځای ناستی وي.


د ملکې سره د ټرمپ د غرمنۍ پر مهال سلګونو مظاهره چیانو د بریتانیا پارلمان ته نژدې مظاهرې پلان کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса