Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

خلیل‌زاد له جرمني چارواکو سره په افغانستان کې پر دایمي سولې خبرې وکړې

0
د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد وایي له جرمني چارواکو سره‌یې په دې خبرې کړي چې څه کولای شو څو په افغانستان کې دایمي سوله راشي.


خلیل‌زاد نن سهار په ټویټر باندې لیکلي چې د جرمني په پلازمېنه برلین کې یې د پرون او وړمې ورځې خبرې رغنده وې.


خلیل‌زاد وايي چې د جرمني د ملي امنیت او بهرنیو چارو له سلاکار جان هیکیر، د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر اندریاس میکایلیس او د افغانستان لپاره د جرمني له خاص استازي مارکوس پوتزیل سره‌یې لیدلي.




ښاغلي خلیل‌زاد همداراز ویلي چې د جرمني په کوربه‌توب د افغان سولې لپاره د امریکا-اروپا د یوه ګروپ غونډه هم وشوه.


هغه ویلي چې د دغه ګروپ د غونډې تمرکز د سولې پروسه او راتلونکې بین‌الافغاني خبرې وې چې کوربه‌توب یې جرمني او قطر کوي او د اسلو په مجمع کې هم پرې بحث کېږي.


د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد د مې له ۳۱مې دا سفر پیل کړی او تر جرمني مخکې پاکستان ته تللی و.


تمه ده دی افغانستان، بلجیم، متحده عربي اماراتو او قطر ته هم سفر وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса