Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

سوډان کې د دوه ورځنیو فشارونو په نتیجه کې ۶۰ کسان وژل شوي

0
په سوډان کې پر مظاهره‌چيانو د پوځيانو او ملېشه ځواکونو د دوه ورځنیو فشارونو په نتيجه کې ٦٠ کسان وژل شوي دي.


د سوډاني ډاکترانو مرکزي کمېټې نن وويل، ٤٠ کسان تېره دوشنبه هغه وخت ووژل شول چې په خارطوم کې د پوځ مرکزونو ته نږدې د يوې اوونۍ پرلت د تيت‌وپرک کولو لپاره له زورزياتي کار واخيستل شو.


د دې ټولنې په خبره تر ٣٠٠ زيات نور کسان ټپيان شوي دي، خو د ټپيانو د شمېر په اړه د کره معلوماتو راټولول ځکه ګران کار دى چې انتقالي نظامي شورا د دغه هېواد په زياتو برخو کې انټرنټي خدمات قطع کړي دي.


له کله چې دوه مياشتې مخکې ولسمشر عمر البشير له واک څخه وپرځول شو، دغه انتقالي نظامي شورا پر سوډان واکمني لري.


دغې نظامي شورا ويلي، هغه ټولې مخکېنۍ موافقې يې فسخه کړي چې د مظاهره‌چيانو له رهبرانو سره ورباندې سلا شوې وه.


دغه موافقې ملکي واکمنۍ ته د انتقال په اړه وې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса