Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

امریکا ته په جاسوسۍ تورن یو لبنانی د ایران له زندانه خوشې کېږي

0
د لبنان حکومت تأیید کړې چې د دې هېواد یو وګړی د ایران له زندان څخه خوشې کېږي.


نزار زکا چې د ټکنالوژۍ یو متخصص دی، د امریکا متحده ایالاتو ته د جاسوسۍ په تور په ۱۰ کاله بند محکوم شوی و.


د لبنان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، زکا د دې هېواد په غوښتنه بخښل شوی او د اختر په ورځو کې به خوشې شي.


تر دې مخکې د نزار زکا وکیل ماجد دمشقیه ویلي و، د ولسمشر میشل عون او صدراعظم سعد حریري په شمول د لبنان د لوړپوړو چارواکو له منځګړیتوب وروسته تمه لري چې مؤکل به‌یې ژر له زندانه خوشې شي.


زکا چې د ۲۰۱۵ م کال په سپټمبر کې په تهران کې نیول شوی و، ۵۲ کلن دی او کلونه‌یې په واشنګټن کې تېر کړي دي.


نوموړی د امریکا ګرین کارډ یا هلته د دایمي اوسېدو اجازه هم لري.


نوموړی په ۲۰۱۶ م کال کې په ۱۰ کاله بند محکوم  شو. 


زکا پر ده لګېدلي امریکا ته د جاسوسۍ ټول تورونه رد کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса