Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

ټرمپ: د امریکا او بریتانیا لویه اندېښنه د ایران د اټمي وسلې ګواښ دی

0
د امریکا ولسمشر وايي، واشنګټن او لندن غواړي ډاډمن شي چې ایران اټمي وسلې نه‌جوړوي او د ترهګرۍ ملاتړ پای ته رسوي.


ډونالد ټرمپ بریتانیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د سې شنبې په ورځ د بریتانیا له صدراعظمې ترزا مې سره په یوه خبري غونډه کې وویل، د امریکا او بریتانیا یوه لویه اندېښنه د اټمي وسلو ګواښونه دي.


ښاغلی ټرمپ زیاتوي: "د هغو فوري ګواښونو په منځ کې چې دواړه هېوادونه ورسره مخ دي، یو ګواښ د اټمي وسلو پراختیا ده او ښايي دا تر ټولو لوی ګواښ واوسي. د امریکا متحده ایالات او بریتانیا غواړي ډاډمن شي چې ایران اټمي وسلې نه‌جوړوي او د ترهګرۍ ملاتړ نه‌کوي او لاس په‌کې نه‌لري."


په وروستیو کې د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده. 


واشنګټن یو کال مخکې له ایران او نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو ترمنځ له لاسلیک شوي اټمي تړون ووت او پر دې هېواد یې بېرته له سره بندیزونه ولګول.


سره له دې چې بریتانیا د امریکا مهم متحد هېواد دی، خو ویلي یې دي چې د ایران سره په ۲۰۱۵ م کال کې لاسلیک شوی اټمي تړون ته به ژمن پاتې شي.


د امریکا دوه نورو متحدانو فرانسې او جرمني هم ویلي چې له ایران سره له دې اټمي تړون نه‌وځي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса