Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

چارواکي: په فاریاب کې د طالبانو له زندانه لسګونه بندیان ازاد شوي

0
امنیتي چارواکي په فاریاب کې د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو له یوه زندانه د لسګونو بندیانو د ازادولو خبر ورکوي.


په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایي نن رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې تېره شپه د هغو عملیاتو په نتیجه کې چې افغان امنیتي ځواکونو د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت د ځواکونو په په ملاتړ د دې ولایت د قیصار ولسوالۍ په شاخ سیمه کې ترسره کړل، ۸۳ بندیان د طالبانو له منګولو وژغورل شول.


د هغه په وینا، د دغو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو درې زندان ساتونکي ووژل شول او درې نور ژوندي ونیول شول.


رضایي زیاته کړه چې د طالبانو له بنده په ازاد کړای شویو کې د داعش لس بهرني وسله وال هم شامل دي چې د ملي امنیت ادارې ته سپارل شوي او پاتې امنیتي منسوبین او ملکي وګړي امن ځای ته لېږدول شوي دي.


۲۰۹ شاهین قول اردو د خوشې شویو بندیانو تصویرونه هم له رسنیو سره شریک کړي دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса