Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

د جوزجان په فیض اباد کې ۵۰ کورنۍ په سېلابونو کې بندې دي

0
د جوزجان ولایت چارواکي وايي چې په فیض اباد ولسوالۍ کې ۵۰ کورنۍ له اقچې سینده په راوتلو سېلابونو کې ګیر پاتې دي.


د فیض اباد ولسوال الف شاه نن سهار ازادي راډیو ته وویل، تېر ماښام شااوخوا اووه بجې د اقچې له سینده زورور سېلابونه راووتل چې په نتیجه کې یې په کوګلداش سیمه کې پنځوس کورنۍ اوس هم په سېل کې ګير پاتې دي.


د الف شاه په وینا، تراوسه د دې سېلابونو د تلفاتو په اړه معلومات نشته، خو نوموړی وايي، په داسې حال کې چې سیمه ییز مقامات د مرستې لپاره هېڅ راز امکانات نه لري، خلک غواړي چې یوه امن ځای ته په لېږدولو کې مرسته ورسره وشي.


په دې سېلاب کې ګیرې کورنۍ چې تر ډېره د طالبانو ضد پاڅونوال دي، وايي چې له یوې خوا طالبان او له بلې خوا سېلابونه دوی او د دوی د کورنیو ژوند ته ګواښ کوي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса