Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

نن د فرانسې شمال ته د متحدو ځواکونو د رسېدو ۷۵مه کلیزه نمانځل کېږي

0
په پام کې ده چې په دوهمه نړیواله جګړه کې د جرمني پر وړاندې د متحدو هېوادونو امریکا، بريتانیا او فرانسې مشران د فرانسې د نورماندي ښار په سواحلو کې نن د جون ۶مه (D-Day) یا د فرانسې شمال ته د متحدو ځواکونو د رسېدو ۷۵مه کلیزه ونمانځي.


تمه ده چې د بريتانیا صدراعظمه تریزا مې او د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د نورماندي په سواحلو کې د جګړې وژل شویو سرتېرو ته د درناوي د څلي د بنسټ ډبره کېږدي او څو ساعته وروسته به د متحدو ایالاتو او فرانسې ولسمشران، ډونالد ټرمپ او ایمانوئل مکرون په نورماندي کې د امریکايي سرتېرو په هدیره کې وژل شویو سرتېرو ته د درناوي په مراسمو کې برخه واخلي.


د دواړو ولسمشرانو مېرمنې میلانیا ټرمپ او بریژیت مکرون به هم په دې هدیره کې وژل شویو امریکايي سرتېرو ته د درناوي په مراسمو کې برخه واخلي.


په ۱۹۴۴ کال د جون په شپږمه نېټه دوه زره امریکایي سرتېري ووژل شول چې په یوه ورځ د امریکا د پوځ تر ټولو زیات تلفات وو.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса