Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

امریکا په سوډان کې د پوځي واکمنانو له خوا معترضانو ځپنه وغندله

0
د امریکا متحدو ایالتونو په سوډان کې د پوځي واکمنانو له خوا معترضانو ځپنه وغندله او له هغوی یې وغوښتل چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د ملکیانو تر مشرۍ لاندې انتقالي ډلې سره بېرته تماسونه ټینګ کړي.


د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتاګوس پرون په یوه بیان کې وویل چې متحده ایالات په سوډان کې معترضانو وروستۍ حملې غندي او د دې غوښتنه کوي چې د ازادۍ له ځواکونو سره دې تماسونه بېرته ټینګ او هغه بدلونونه دې راوړي چې هدف یې د ملکیانو ترمشرۍ لاندې انتقالي ادارې ته د چارو سپارل دي. 


په سوډان کې فعالان وایي، د ډیموکراسۍ پلوو کسانو د مظاهرو له ځپلو وروسته دوی په خرطوم کې د نیل له سینده څلوېښت مړي را ایستلي دي.


د سوډان له اپوزيسیون سره په اړیکه کې ډاکتران وایي چې دا جسدونه ښایي د هغو سلو کسانو له ډلې وي چې ګومان کېږي دوه ورځې مخکې په خرطوم کې امنیتي ځواکونو د اعتراض کوونکو پر یوه کمپ د حملې پرمهال وژلي وو.


د سوډان د ډاکترانو د مرکزي ټولنې په وینا، دا څلوېښت ترلاسه شوي جسدونه د چټک غبرګون ځواکونو نامعلوم ځای ته ولېږدول.


په سوډان کې پوځي انتقالي شورا د عمر البشیر له ګوښه کېدو وروسته واک په لاس کې اخیستی دی.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса