Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

د خوست چارواکو د اختر درېیمه ورځ له یتیمانو سره ولمانځله

0
پرون په خوست کې چارواکو د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د وژل شویو څو سرتېرو له یتیمانو سره د اختر درېیمه ورځ یو ځای ولمانځله.


په خوست کې د ازادي راډیو خبریال وايي، د دې ماشومانو شمېر سلو ته رسېده چې د چارواکو په وینا، د هغو څو محدودو کورنیو غړي دي چې پلرونه یې د افغان ځواکونو په لیکو کې د خدمت پر مهال وژل شوي.


د خوست والي حلیم فدايي دا ماشومان د هغو کسانو لپاره چې په افغانستان کې د جګړې پر دوام ټینګار کوي، یو پیغام وباله او ټینګار یې وکړ چې د جګړې دوام د داسې یتیمانو شمېر هر ورځ ډېروي.


په سیمه کې زموږ خبریال وايي، په خوست کې د ډېرو لپاره دا لومړی ځل و چې د امنیتي ځواکونو د یو شمېر وژل شویو سرتېرو په دې شمېر یتیم شوي ماشومان یې یو ځای راټول شوي ولیدل.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса