Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

نوري: افغان ځانګړو ځواکونو د غزني حواجه عمري ولسوالي بېرته ترلاسه کړه

0
د غزني چارواکي وایي چې افغان ځانګړو ځواکونو د غزني حواجه عمري ولسوالي ونیوه.


د دوی په خبره چې دغه ولسوالي یې له یوه کال وروسته بېرته نیولې ده.


د والي ویاند محمد عارف نوري د جمعې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:


"نن د ورځې نهه بجې افغان ځانګړو ځواکونو د غزني ښار ته څېره په شل کيلومترۍ کې پرته د خواجه عمري ولسوالي ونیوه چې بېرته به په کې ولسوالي او امنیه قومانداني ځای پر ځای شي."


نوري زیاتوي، دغه ولسوالۍ پرته له کوم مقاومته د افغان ځانګړو ځواکونو لاس ته لوېدلې ده.


دا په داسې حال کې ده چې په روانه میاشت کې دا دوهمه ولسوالۍ ده چې د دولت لاسته ورځي.


د تېرې مۍ میاشتې په ۲۸ مه نېټه د غزني ده یک ولسوالۍ هم افغان ځواکونو نیولې وه چې دواړه ولسوالۍ د تیر اګست میاشتې په لسمه نېټه پر غزني د ولسوالیو له لوري د درنې جګړې وروسته طالبانو نیولې وې.


وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса