Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

د صربیا په پایتخت بلګراد کې دوه افغانان په جلا جلا پېښو کې مړه شوي

0
د صربیا په پایتخت بلګراد کې دوه تنه افغانان په جلا جلا پېښو کې مړه شوي دي.


د جرمني خبري اژانس وايي، یو ۲۱کلن افغان د چهارشنبې په شپه د بس یو تم ځای ته نږدې د چاقو په وسیله په برید کې وژل شوی دی.


په راپور کې ویل شوي دي چې تر دې پېښې یوه ورځ وروسته یو بل افغان چې شپاړس کلن و، د کډوالو د استوګنې په کمپ کې په چاړه وهل شوی او وژل شوی دی.


دا دغلته د کډوالو افغانانو ترمنځ خپل منځي اخ او ډب بلل شوی دی.


د صربیا پولیسو دواړه پېښې له یو بل سره تړلې بللي او ویلي یې دي چې شپاړس کلن افغان کډوال د ۲۱کلن افغان په وژلو کې لاس درلود.


ویل کېږي چې په دې پېښو کې یو بل لاس لرونکی چې هغه هم افغان کډوال دی، ګاونډي هېواد کروشیا ته د تېښتې پر مهال وژل شوی دی.


په صربیا کې د کډوالو او پناه غوښتونکو وضعیت خراب بلل شوی.


د جرمني خبري اژانس په وینا، هغوی تر سختې څارنې لاندې په نامناسبو کمپونو کې ساتل کېږي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса