Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

په غور کې د وسله والو طالبانو په حمله کې ١٥ کسان وژل شوي

0
د غور د ولايتي شورا يو غړى وايي، د وسله والو طالبانو په حمله کې ١٥ کسان وژل شوي دي.


د والي وياند عبدالحى خطيبي که څه هم پېښه تأييدوي، خو وايي چې په دې اړه نور جزيات نه لري.


د غور د ولايتي شورا غړى حميد الله متحد وايي، دغه ١٥ کسان تېره شپه په دولتيار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په ډله ييزه حمله کې وژل شوي دي.


د ده په خبره، په وژل شويو کې ولسي پاڅونوال او ملکيان شامل دي.


د والي وياند وايي، تر دې پېښې وروسته سيمې ته اضافي دولتي ځواکونه لېږل شوي دي.


دوه ورځې مخکې د ٢٠٧ ظفر قول اردو د درېيم کنډک قوماندان فواد اندرابي د دولتيار ولسوالۍ د سمک سيمې د تصفيې د عملياتو پر مهال ووژل شو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса