Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

له روسیې د دفاعي سېستم د رانیولو په اړه ترکیې ته د امریکا خبرداری!

0
د امريکا متحدو ايالتونو ترکيې ته د جولاى تر ٣١مې مهلت ورکړ چې له روسيې د ميزايل د دفاعي سېستم پر رانيولو له سره غور وکړي.


واشنګټن وايي، که انقره د روسيې دغه دفاعي سېستم وپيري، د امريکا په مشرۍ د F-35 ډوله جنګي جټ الوتکو په پروژه کې به د خپل ګډون فرعي قرارداد له لاسه ورکړي.


د پيرېدلو او ساتنې په چارو کې د امريکا د دفاع وزارت مرستيالې ايلين لورد نن خبريالانو ته وويل:


"که ترکيه له روسيې د ميزايلو د دفاعي سېستم د رانيولو موافقه فسخه نه کړي، امريکا به هغه ترکي پيلوټان اخراج کړي چې د F-35 ډوله جنګي الوتکو د کارونې په اړه په امريکا کې روزل کېږي."


ترکيه چې د ناټو غړې او د امريکا متحده ده، روسيې ته خپل پرسونل لېږلى چې د S-400 ډوله دفاعي سېستم په برخه کې وروزل شي.


ترکيې په عين حال کې امريکا ته خپل لږ تر لږه دوه پيلوټان لېږلي چې د F-35 ډوله جنګي الوتکو کارونه زده کړي.


ترکيې د امريکا ساخت ١٠٠ دغه جنګي الوتکې د پوځي کارونې لپاره رانيولې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса