Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

ایران پر خپل يوه صنعتي شرکت د امريکا پر بنديزونو انتقاد وکړ

0
د ايران د بهرنيو چارو وزارت د ايران پر يوه صنعتي شرکت د امريکا د متحدو ايالتونو پر بنديزونو انتقاد وکړ.


د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند عباس موسوي نن وويل:


"يوه اوونۍ کافي وه چې له ايران سره د امريکا د ولسمشر د مذاکرو ادعا پوچه ثابته کړي."


د واشنګټن له خوا د فارس خليج د پتروشيمي صنعت پر شرکت بنديزونه د هغو اقداماتو لړۍ ده چې هدف يې پر تهران فشار راوستل دي، څو د خپلو اټمي او باليستيک توغنديو پروګرامونو د محدودولو لپاره پر موافقه مذاکره وکړي.


دغه بنديزونه چې پرون اعلان شول، د ايران د پتروشيمي صنايعو دغه شرکت ٣٩ نور مرستندوى شرکتونه او په بهر کې د خرڅلاو عاملان په نښه کوي.


د امريکا د خزانې وزرات ويلي، د فارس خليج د پتروشيمي صنايعو شرکت هغې کمپنۍ ته مالي ملاتړ برابروي چې د ايران سپاه سپاسداران انقلاب ځواک يې کنټرولوي.


د ايران دغه ځواک تر دې مخکې د امريکا له خوا د بهرنيو ترورېستي سازمانونو په لېست کې شامل کړاى شوى دى. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса