Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

د دايکنډي په پاتو ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې ٢ پوليس وژل شوي

0
د دايکنډي ولايت چارواکي وايي چې په پاتو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په حمله کې ٢ پوليس وژل شوي دي.


د دايکنډي امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي غفوري نن ازادي راډيو ته وويل، په دې حمله کې وسله والو طالبانو له پرمختللو وسلو استفاده کړې ده.


دی وایي:


"لايزر لرونکي او دوربين لرونکي وسلې ورسره وې چې سهار وختي ٢ بجې يې پر يوه پوسته حمله وکړه چې له بده مرغه زموږ تر رسېدو پورې ٢ سرتېري مو شهيدان شول، دښمن هم تلفات لري."


په دې حمله کې وسله والو طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې د شمېر په اړه څه نه دي ويل شوي.


قوماندان وايي، په دې حمله کې ٦ نور پوليس ټپيان شوي دي.


وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه تبصره نه ده کړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса