Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

په قزاقستان کې پوليسو نن لسګونه مظاهره چيان نيولي

0
په قزاقستان کې پوليسو نن لسګونه مظاهره چيان نيولي دي.


دا په داسې حال کې ده چې په انرژۍ غني دغه هېواد کې نن د ولسمشرۍ تر وخت مخکې انتخابات روان دي.


اټکل کېږي چې د دغه هېواد موقت رهبر قاسم جومارت توقايف به د پخواني دکتاتور ولسمشر نور سلطان نظربايف د ځای ناستي په توګه په اسانۍ بريا خپله کړي.


د قزاقستان تر ټولو لوى ښار الماتي کې تر ١٠٠ زيات مظاهره چيان نيول شوي دي.


دوى له دغو انتخاباتو سره د پرېکون غوښتنه کوله چې توقايف له شپږو نورو کانديدانو سره چې حکومت تأييد کړي، ورته ولاړ دى.


د ازادي راډيو د قزاقۍ څانګې د خبريال په ګدون، ګڼ بهرني او محلي ژورنالېستان هم په الماتي کې د لنډې شېبې لپاره نيول شوي وو.


په پلازمېنه نورسطان کې هم پوليسو د سياسي مخالفانو لسګونه ملاتړي چې په مظاهرو راوتلي وو، له ګڼو هغو ژورنالېستانو سره نيولي چې د دې جريان په اړه يې راپور ورکاوه.


د قزاقستان د پلازمېنې نوم پخوا استانه و چې په وروستيو کې يې نوم ته اړول شوى دى.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса