Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

د مولدووا سرپرست ولسمشر پاول فيليپ د دغه هېواد پارلمان منحل کړ

0
د مولدووا سرپرست ولسمشر پاول فيليپ پارلمان منحل او د سپټمبر شپږمې نېټې ته يې تر وخت مخکې د انتخاباتو غوښتنه وکړه.


دا په داسې حال کې ده چې د پخواني شوروي اتحاد دغه جمهوريت په وروستيو کې له سياسي بحران سره مخامخ دى.


فيليپ دغه اعلان نن وروسته له هغې وکړ چې د اساسي قانون محکمې د روس پلوه ولسمشر ايګور دودان دنده وځنډوله او د هغیې ه پرځاى فيليپ سرپرست ولسمشر ونوماوه چې د سرپرست صدراعظم په توګه هم خپله دنده پرمخ بيايي.


دودان زيات وخت له فيليپ او د هغه له حکومت سره په تضاد کې و.


فيليپ له اروپايي ټولنې او د امريکا له متحدو ايالتو سره د نږدې اړيکو پلوي کوي.


له پرون راهيسې د مولدووا په پلازمېنه کيشينوف کې زرګونه کسان د دودان په مخالفت او د اساسي قانون د محکمې د حکم په پلوۍ لارو کوڅو ته په مظاهرو وتلي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса