Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۴۱ وسله‌وال وژل شوي

0
د افغانستان دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۱ وسله‌وال وژلي دي.


د دفاع وزارت څخه نن سهار په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دا عملیات د افغان هوایي ځواکونو او قاطع مأموریت په ملاتړ د ارزګان، کندهار، پکتیا، میدان وردګ، غزني، فاریاب، کاپیسا، تخار، کندز او نیمروز ولایتونو کې شوي.


دفاع وزارت د ارزګان ولایت د چهارچینو او مرکز اړوند سیمو کې د ۱۴ وسله‌والو د وژل کېدو ادعا کړې، همدارنګه‌یې ویلي چې د هلمند په موسی کلا او نهر سراج ولسوالیو ک یې اته تنه وسله‌وال وژلي.


خبرپاڼه کې د پکتیا په زرمت کې د پنځو، د فاریاب شیرین تګاب ولسوالۍ کې هم د پنځو وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی.


دفاع وزارت د وردګو په جلرېز، د غزني په مقر، د تخار په خواجه بهاءالدین، کندز او نورو سیمو کې هم وسله‌والو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې.


دفاع وزارت خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.


که څه هم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان د بېلابیلو ولایتونو څخه د جګړو او نښتو راپورونه ورکول شوي، خو په خپلواکه توګه د افغانستان د دفاع وزارت د دې ادعاوو سپیناوی ستونزمن دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса