Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

د کندهار پولیس: د ماین جوړولو په فابریکه کې چاودنې ۱۰ وسله‌وال وژلي

0
د کندهار پولیس وايي، د وسله‌والو طالبانو د ماین جوړونې په یوه کارخانه کې چاودنې د شپږو پاکستانیانو په ګډون ۱۰ تنه وسله‌وال وژلي او دوه نور ژوبل شوي دي.


د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډيو ته وویل، د ماين چاودنه د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ د ولي شاه مغازې په سرحدي سيمه کې نن سهار ۱۰ بجې شوې.


د بارکزي په خبره، د وسله‌والو د ماين جوړولو ياده فابريکه ډیورند کرښې ته نږدې پرته وه.


ښاغلي بارکزي زیاته کړه: "په وژل شویو کې شپږ پنجابي انجنیران دي چې دلته د ماین جوړونې لپاره راغلي وو."


وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.


تر دې مخکې د کندهار امنیتي چاوراکو ویلي وو چې تېره شپه په دې ولایت کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې ۱۰ تنه وسله‌والو وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.


د ښاغلي بارکزي په وینا، پوځي عمليات ګډو ځواکونو د خاکرېز ولسوالۍ د شرغي دوراهي او د ارغستان ولسوالۍ د جهانګير مانده په سیمو کې ترسره کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса