Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

په فراه کې د یوه جومات ملا امام ۱۱ کسان په ډزو وژلي

0
په فراه کې د یوه جومات ملا امام د خپلې کورنۍ د څلورو غړو په شمول ۱۱ تنه په ډزو وژلي دي.


پېښه د خاک سفید ولسوالۍ د سرکاري کارېز سیمه کې شوې او چارواکي وايي چې د ملا محمد په نوم دې کس ۱۴ تنه نور ټپیان کړي هم دي.


په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.


د فراه د والي ویاند فاروق بارکزي نن ازادي راډیو ته وویل، هڅه کوي چې بریدګر ملا ونیسي، خو د فراه د ولایتي شورا یوه غړي خیر محمد نورزی وايي، دا مهال ملا محمد له طالبانو سره بندي دی.


د خاک سفید ولسوالي د فراه یوه نا امنه ولسوالي ده چې ډېرې سیمې یې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса