Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

د قزاقستان پولیسو په الماتا ښار کې ۳۰ مظاهره چیان نیولي

0
د قزاقستان پولیسو په الماتا ښار کې چې د دې هېواد لوی ښار دی، ۳۰ تنه مظاهره چیان نیولي دي.


دې اعتراض کوونکو غوښتل چې د ښار په مرکز کې د دې هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر رسمي نتایجو اعتراض وکړي.


نړیوالو څارونکو د دې هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتایج له اساسي ازادیو څرګند سرغړاوی بللی دی.


د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان څارونکو نن وویل، د سوله ییزو اعتراض کوونکو د نیولو په شمول د خلکو اساسي حقونو ته ناپامي او د انتخاباتو په ورځ پراخې بې نظمۍ د ولسواکۍ معیارونو ته د درناوي د نشتوالي څرګندونه کوي.


د قزاقستان د انتخاباتو کمېسيون نن وویل چې قاسم جومارت تکایف له درې لسیزو وروسته په دې هېواد کې په لومړنیو انتخاباتو کې ۷۱ په سلو کې رأیې خپلې کړي دي.


د یکشنبې په ورځ د دې هېواد انتخابات د حکومت د سلګونو مخالفانو له نېول کېدو سره یوځای ترسره شول.


قاسم جومارت تکایف د قزاقستان موقت ولسمشر او د ولسمشرۍ د څوکۍ کاندید پرون په یوه خبري غونډه کې د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له هغو مظاهرو چې اعتراض کوونکي په کې د ده پر ضد شعارونه ورکوي، خبر دی، وویل:


"هو زه پوهېږم، بېلابېل راپورونه مو تر لاسه کړي، دا د هغوی انتخاب دی، که خلک داسې شعارونه ورکوي، زه څه کولای شم؟"


اعتراضونه د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال پیل شوي او د انتخاباتو په ورځ یې هم دوام وکړ.


معترضان وايي، دا انتخابات عادلانه نه دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса