Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

د هرات له مرکزي زندانه ۳۸ طالبان خوشې شول

0
په هرات کې سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت له مرکزي زندانه اته دېرش تنه طالبان خوشې شوي دي.


دا کسان د اختر په مناسبت د ولسمشر اشرف غني د امر په بنسټ د خوشې شویو طالب زندانیانو په ډله کې شامل دي.


د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل، له زندانه خوشې شویو کسانو ژمنه کړې چې د خپلو سیمو د امنیت په تامین کې به له حکومت سره همکاري کوي.


نوموړی وايي، ټاکلي هیئت د دې طالب زندانیانو دوسیې تر خوشې کېدو مخکې په هر اړخیزه توګه څېړلې دي.


افغان ولسمشر د اختر په مناسبت د سلګونو طالب زندانیانو د خوشې کېدو امر کړی چې ځینو کسانو یې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا کار به د نا امنیو د زیاتېدو سبب شي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса