Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

بغلان کې د طالبانو زندان تخریب شوی او تر ۴۰ زیات بندیان خوشې شوي

0
په بغلان کې په پوځي عملیاتو کې د وسله‌والو طالبانو یو مهم زندان تخریب شوی او تر ۴۰ زیات بندیان خوشې شوي دي.


د بغلان د مرکزي بغلان ولسوالۍ ولسوال، خان‌زاده مظلومیار ویلي چې په خوشې شویو کسانو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو غړي او ملکي وګړي شامل وو.


مظلومیار د جون په لسمه، د ازادي راډیو خبریال ته وویل: "د شپې په ۱۱ نیمو بجو کوماندو ځواکونه سیمې ته ورغلي وو، درې الوتکې هم وې، د وسله‌والو طالبانو پر محبس يې چاپه اچولې ده. د ۴۰ او ۴۲ ترمنځ وګړي چې پولیس، د عامه نظم ځواکونه، د اردو کسان او ملکي وګړي چې له هغو سره بندیان وو خوشې شوي دي."


د مرکزي بغلان ولسوالۍ ولسوال ویلي چې په عملیاتو کې د دولتي ځواکونو یا وسله‌والو طالبانو د تلفاتو په اړه کره معلومات نه‌لري.


وسله‌والو طالبانو په‌دې اړه خبرې نه‌دي کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса